ظریف: روسیه او امریکا نه شي کولی چې د ایران پر ځای تصمیم ونیسي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي، د امریکا هغه هڅې به بریالۍ نه شي چې غواړي د سوریې د شپږ کلنې کورنۍ جګړې د پای ته رسولو په موافقه کې له سوریې څخه د ایراني پوځي سلاکارانو او جنګیالیو ایستل شامل کړي.

د ظریف په وینا د امریکا اراده دا ده چې ایران له سوریې و ایستل شي.

نوموړي زیاته کړه، روسیه او امریکا نه شي کولی چې د ایران پر ځای تصمیم ونیسي.

جواد ظریف چې په روم کې یې په یو کنفرانس کې خبرې کولې وویل، ایران د سوریې د حکومت په بلنه دغه هېواد ته تللی او ټینګار یې وکړ چې دا زموږ سیمه ده، د فارس خلیج دی، نه د مکسیکو خلیج چې ایران ترې ووځي.

د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې ایران له سوریې ووځي او د ملګرو ملتونو په ملاتړ د سوریې د سولې د مذاکراتو یو هدف هم همدا ګڼل کېږي.

امریکا په دې اړه په منځني ختیځ کې د سعودي عربستان او اسرائیلو په شمول د خپلو متحدانو ملاتړ هم تر لاسه کړی دی.

مسکو چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي، په سوریه کې د ایران د حضور غوښتونکی دی. خو امریکا هڅه کوي، د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره په یو نړیوال توافق کې له سوریې څخه د ایران د سلاکارانو او جنګیالیو وتل د یوې برخې په توګه شامل کړي او په دې برخه کې د روسیې ملاتړ هم تر لاسه کړي.