روسیې له مصر سره د یو هوکړه‎لیک مسوده چمتو کړې

روسیې له مصر سره د یو هوکړه‎لیک مسوده چمتو کړې چې پر بنسټ یې روسي جنګي الوتکې کولی شي، د مصر له هوايي اډو استفاده وکړي.

دا کار په منځني ختیځ کې د روسیې پوځي حضور پراخولی شي.

د دې مسودې متن وروسته له هغې چې د نوومبر په ۲۸مه نېټه د روسیې د صدراعظم ډیمیټري مېدوېدېف له‎خوا لاسیک شو، پرون خپور شو.

په دې مسوده کې د روسیې د دفاع له وزارت غوښتل شوي چې د دې هوکړه‎لیک شرایط له مصر سره وڅېړي.

روسیې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په سوریه کې د داعش پر خلاف او د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ د پوځي عملیاتو په پیل په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور پراخ کړ.

دا مهال روسیه په سوریه کې یوه هوايي او یوه هم سمندري اډه لري او غواړي په دې هېواد کې خپل پوځي رول نور هم پراخه کړي.

مسکو په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو کې په مصر کې د جمال عبدالناصر د واکمنۍ پر مهال د عرب هېوادونو نېژدې متحد بلل کېده، خو د ناصر ځای ناستي انور سادات له پخواني شوروي، سره روابط پرې کړل او د روسیې پوځي سلاکاران یې له مصره وویستل.