ولسي جرګه کې د ۱۲ کاندید وزیرانو د کاري پلانونو بهیر پیلېږي

د افغانستان ولسي جرګه وايي، د شنبې په ورځ به دې جرګې ته د باور د رأیو د اخېستلو لپاره د ور پېژندل شویو ۱۲ کاندید وزیرانو د کاري پلانونو وړاندې کولو بهیر پیل شي.

د ولسي جرګې منشي عرفان‎الله عرفان د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د کاندید وزیرانو د کاري پلانونو اورېدل به درې ورځې دوام وکړي.

دی وايي:

"د شنبې، یکشنبې او دوشنبې په ورځو به کاندید وزیران پارلمان ته ځي، ټاکل شوې چې د شنبې او یکشنبې په ورځو د ۱۰ کاندید وزیرانو او د دوشنبې په ورځ د دوو نورو وزیرانو، کاري پلانونو واورېدل شي او له دې وروسته به ولسي جرګه د باور رأیې ورکوي."

ښاغلي عرفان په عین حال کې له حکومته وغوښتل چې د پوهنې او اطلاعاتو کلتور وزارتونو او د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب ته دې هم د ولسي جرګې څخه د باور د رأیو د اخېستلو لپاره کاندیدان ور وپېژني.

د تېرې شنبې په ورځ ولسي جرګې ته د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش ۱۲ کاندید وزیران معرفي کړل.