- د سولې او جګړې د انسټیټوټ
د افغانستان د مرمرو کان د قاچاقبرانو لهخوا په ناوړه توګه کارول کېږي، دا د سولې او جګړې د انسټیټوټ د یوې مقالې عنوان دی.
د مطلب د لیکوال په خبره افغان چارواکو خبرداری ورکړی چې قاچاقبران د افغانستان د مرمرو د تر ټولو لوی کان لوټ ته ملا تړلې ده.
په مقاله کې راغلي چې دا کار د سیمې د طالبانو د تمویل لپاره مرسته کوي.
د سولې او جګړې انسټیټوټ په مقاله کې راغلي چې افغان حکومت او طالبان دواړه ادعا کوي چې په هلمند ولایت کې د مرمرو په دې کان کنټرول لري.
- ډیپلوماټ
ډیپلوماټ خپرونې بیا په افغانستان کې د روسیې د پانګونې هڅو ته پام کړی دی.
د ډیپلوماټ په مقاله کې راغلي چې روسي پالیسي جوړونکي باوري دي چې پانګهوال به د پخوانۍ شوروي د جګړې د خاطرو د هېرولو لپاره مرسته وکړي.
پانګونه به د مسکو او افغان حکومت ترمنځ د اړیکو د پراختیا لامل شي.
په مقاله کې راغلي چې که روسیه په افغانستان کې د خپلې ښکېلتیا لپاره د ټولو ملاتړ جلب کړای شي، د کریملین پالیسي جوړونکي باوري دي چې ولسمشر غني به لېواله وي څو د افغانستان د کړکېچ د هواري په هدف له مسکو سره همکاري وکړي.
د روسي سوداګرو یو شل کسیزه پلاوی د روان کال د اکتوبر په ۳۰مه افغانستان ته ولاړ او له افغان چارواکو سره یې د کرنې، ټرانسپورټ او کانونو په برخو باندې په پانګونې خبرې وکړې.
- نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په اروپا کې د یوې جایزې د ترلاسه کولو په خاطر د افغان روباټ جوړونکو نجونو په ټیم مقاله لیکلې ده.
د دغه ټیم غړیو د استونیا په تالین کې په یوه دري ورځني فیسټوال کې چې د نومبر په څلورویشتمه پیل شوې وه، جایزه ترلاسه کړه.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په بريټانیا کې د افغان سفیر سید طیب جواد په حواله لیکلي چې د افغان روباټ جوړونکو نجونو په ټیم باندې د هغوی د حیرانوونکو بریاوو په خاطر ډېر ویاړي.
ښاغلي جواد زیاته کړه چې دا نجونې د ټولې نړۍ لپاره عالي بېلګې دي چې که له افغان ځوانانو سم ملاتړ وشي او چانس ورکړل شي کولای شي ښې لاسته راوړنې وکړي.