لوی بانکران له بیت کوين "bitcoin" سره مخالفت لري او تېر ايستنه يې بولي

د جې پي مورګن په ګډون د نړۍ يو شمېر لوی بانکران له بیت کوين "bitcoin" سره مخالفت لري او يو ډول تېر ايستنه يې بولي.

بت کوين د نړۍ تر ټولو مشهوره مجازي پيسه ده چې خلک ورڅخه په استفاده محصولات او خدمات پرې پيرلای شي او د بانکونو له مداخلې پرته اسعار پرې بدلولای شي.

د اسوشيټېډ پريس خبري اژانس د معلوماتو له مخې د يوه بت کوين ارزښت لس زره امریکايي ډالره دی او کارپوهان يې په راتلونکي کې د بيې زیاتېدو اټکل کوي.

په ۲۰۰۸ میلادي ميلادي کال کې د بت کوین انترنيټي پاڼه جوړه شوه او په ۲۰۰۹میلادي کال کې د ستوشي ناکاموتو "Satoshi Nakamoto" په نوم يوه کس يا يوې ډلې بت کوين جوړ کړ.

د لومړي ځل لپاره د امریکا د فلوريډا ايالت په جکسن ويل کې دوه پيزاوې په لسو زرو بت کوين وپلورل شوې او په پنځو ورځو کې د يو بت کوين ارزښت له ۰.۰۰۸ ډالرو څخه ۰.۰۸ ته، يانې زر فيصده ته لوړ شو. نن يو بت کوين شاوخوا لس زره امریکايي ډالر ارزښت لري.

په لومړيو کې له بت کوين څخه د غير قانوني دواوو د پلورلو لپاره استفاده کېده خو په دې وروستیو کې بت کوين د لویو پانګه والو تر منځ مشوره شوی دی.

بت کوين څنګه کارول کېږي؟

بت کوين مجازي پيسه ده، له حکومتونو او بانکونو سره تړاو نه‎لري. استفاده کوونکو ته زمينه برابروي چې په مستعار نوم پیسې مصرف کړي.

د انټرنيټي شبکو کاروونکو بت کوين راپورته کړی دی.

د امریکايي ډالرو يا يو شمېر اسعارو په بدل کې بت کوین پیرل يا پلورل کېدای شي.

بت کوين ولې مشهور دی؟

بت کوين ځکه مشهور او دود شو چې د پیسو په راکړه ورکړه کې ورڅخه په مستعار نوم استفاده کېږي.

له همدې کبله بت کوين د تکنالوژي د مينه‎والو او مجرمينو ترمنځ مشهوره شوی دی.

له دې سره چې بت کوين بيخي زيات په مستعاره توګه کارول کېږي، خو څېړونکي کولای شي د بت کوین کاروونکي هغه مهال معلوم کړي چې بت کوين په اسعارو بدل شي.

له دې سره چې د نړۍ په لویو سوداګریو کې له بت کوين څخه استفاده محدوده ده خو مايکروسافټ شرکت د وينډوز او اکس باکس په مغازو کې دا ډول پيسه مني.

اوورسټاک ډاک کام هم يوازې هغه مهال بت کوین پيسه مني چې سودا له وال مارټ يا امازون څخه شوې وي.