اوپک موافقه وکړه چې د ۲۰۱۸ تر پایه به کم تېل صادر کړي

د تیلو د صادروونکو هېوادونو ټولنې اوپک، روسیې او ځینو هغو هېوادونو چې په اتحادیو کې نه‎دي شامل موافقه کړې ده چې د راتلونکي ۲۰۱۸ کال ترپایه د تیلو په صادراتو کې د کموالي راوستو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیلو صادروونکي د تیلو په مارکېټ کې د تیلو په مارکېټ کې د اوسنۍ زیاتې عرضې د مخنیوي او د بیو د زیاتولو هڅه کوي.

د هغې موافقې اعتبار چې له مخې یې د تیلو په تولید کې د ورځې نژدې یو اعشاریه اته میلیون بیرله- یا د نړۍ په کچه په سلو کې تقریباً دوه کموالی راځي، د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې پای ختمیږي.

د ایران او عراق د پټرولیم وزیرانو دا خبر تائید کړی او پرون یې خبریالانو ته وویل، د اوپک غړو هېوادونو او متحدانو یې منلې ده چې دا موافقه به د نهو میاشتو لپاره تمدیدوي.

د ایران، عراق او انګولا په ګډون د تیلو ځینو صادروونکو ویلي چې که د نړۍ په مارکېټونو کې د تیلو عرضه له حده زیاته کمه شي نو امکان لري چې دوی پر خپله پریکړه بیا غور وکړي.

د روان کال په پیل کې د تیلو د تولید د کمېدو له وجې په نړیوالو بازارونو کې د یوه بیرل اومو تیلو بیه له شپیته ډالرو واوښته.