د هرات روباټیک ټیم د اروپا یوه سیالۍ کې یوه بااعتباره جایزه ګټلې

د هرات ولایت روباټیک ټیم چې سږکال یې په متحدو ایالاتو کې په یوه نړیواله سیالۍ کې ګډون کړی و، د اروپا په یوه سیالۍ کې یوه بااعتباره جایزه ګټلې ده.

د دې ټیم درېیو غړو چې د افغانستان په استازیتوب یې د نوومبر له ۲۴ تر ۲۶ نېټې، د استونیا په پلازمېنه تالین کې په دې سیالۍ کې ګډون کړی و، دا جایزه وګټله.

هغه طرح چې دې درېیو پیغلو سیالۍ ته وړاندې کړې وه، د بریښنا د انرژۍ په وسیله فعال روباټ و چې له کوچنیو کروندګرو سره د غنمو په ګډون د تخم په کرلو او رېبدلو کې مرسته کوي.

د دې سیالۍ د ګټلو یو شرط د داسې روبات جوړول و چې یوه مهمه ورځنۍ اړتیا حل کړي او خلک یې اخېستو ته لېوال وي.

د هرات روباټیک ټیم ته د نړیوالو پاملرنه د روان کال په جولای میاشت کې هغه مهال واوښته چې د ټیم غړو غوښتل په امریکا کې د روباتونو په یوه نړیواله سیالۍ کې ګډون وکړي مګرپه کابل کې د امریکا سفارت دوی ته د ویزې له ورکولو ډډه وکړه.

خو د امریکا سفارت وروسته دوی ته ویزه ورکړه.

د رویټر خبري آژانس د راپور له مخې دې ټیم د استونیا د حکومت له خوا یوه کوچنۍ جایزه ګټلې خو په هغه لویه سیالۍ کې د ګډون امتیاز هم ورکړل شوی چې په را روانه مې میاشت کې په امریکا کې جوړېږي.