د پاکستان د استخباراتو چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د افغانستان پولې ته نېږدې د پاکستان په قبایلي سیمه کې د یاغیانو یو مرکز په نښه کړی او درې تنه یې وژلي دي.
دا برید په کورمه اجنسۍ کې د حقاني شبکې د یوه قوماندان عبدالرشید پورې اړوند مرکز وو چې نن په نښه شوی دی.
پاکستاني چارواکي وایي، معلومه نه ده چې پخپله قوماندان رشید هم په وژل شویو کې شته که څنګه.
تر اوسه د پاکستان حکومت رسماً څه نه دي ویلي او نه هم وسله والو یاغیان په دې اړه تبصره کړې ده.
پاکستان په خپله خاوره کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له بریدونو سره مخالفت کوي او وایي، دا د دوی پر خاوره تېری دی او ادعا کوي چې په دغو سیمو کې یې د یاغیانو پناه ځایونه له منځه وړي دي.