په کاپیسا کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
ټاکل شوې د دغو کسانو خپلوان په کاپیسا کې لارو کوڅو ته راووزي او اعتراض وکړي.
د کاپیسا ولایت د اول کوهستان ولسوال عبدالفتاح شفیق ازادي راډیو ته ویلي چې دغه عملیات تېره شپه ناوخته شوي دي چې له وسله والو مخالفینو سره د نښتو پر مهال ملکي وګړي ووژل شول.
ښاغلی شفیق وایي، په دې عملیاتو کې په یوه کور کې چاودنه شوې ده.
د کاپیسا د چارواکو په خبره دا دوهم ځل دی چې د روان کال په اوږدو کې ملکي خلک د حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښتو کې قربانۍ ورکوي.