د افغان حکومت اجرائیه رئیس له ترورېزم څخه د زیانمن شویو هېوادونو وغوښتل چې له یو بل سره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو او همغږۍ سره د دغې پدیدې په وړاندي هڅي ګړندۍ کړي.
عبدالله عبدالله د مشرانو په هغې غونډې کې چې په نوي ډهلي کې د هندوستان ټایمز په کوربه توب جوړه شوې ویلي چې د افغانستان پیغام واضح دی او هغه دا چې د ښه او بد ترورېزم تر منځ توپیر او یا د حکومتونو لخوا د تاوتریخوالي د ملاتړ موضوع له پامه غورځول به ناسمې پایلې ولري.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه:
"موږ د ترور او استبداد سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې یو، هوډ مو کړی چې د طالبانو یا هرې بلې ډلې یا جریان چې په هر نوم او نښان وي او دا ډول لیدلوری ولري، د خپلو خلکو دفاع وکړو."
ټاکل شوې اجرائیه رئیس د جمعې په ورځ د شنګهای د همکارۍ د سازمان په شپاړسمه سر مشریزه کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ شي.