د ملي امنیت ځواکونو د کندهار په هوايي ډګر کې یو تن هغه مهال نیولی چې د نشهيي موادو ۷۰ کېپسولونه یې هندوستان ته قاچاق کول.
د کندهار ولایت د ملي امنیت ریاست د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل: دې سړي چې غوښتل یې په خپله خېټه کې ځای پر ځای کړي کېپسولونه د کندهار هوايي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي، نیولی دی.
تر دې مخکې هم له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویلي وو چې ډېری نشهيي مواد په خېټو کې د هوايي ډګرونو له لارې هندوستان ته قاچاق کېږي.