پکتیا کې د جلغوزیو حاصلات سږکال د تېر په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوي

د پکتیا ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات سږ کال د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوي دي.

د پکتیا ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس ولید احمد تسل نن ازادي راډیو ته وویل، دغه حاصلات د خصوصي سکتور د ټولنو له خوا لومړی خوست او بیا چین، پاکستان او هندوستان ته صادرېږي.

د ښاغلي تسل په خبره، جلغوزي په هېواد کې دننه او بهر په لوړه بیه خرڅېږي او دې ته په پام ټاکل شوې چې سږ له دې درکه ښه عاید تر لاسه شي.