هلمند کې د ګرمسیر خلک له حکومته د امنیتي ساحې د پراختیا غوښتنه کوي

د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ امنیه قوماندان وایي، ډېر ژر به د هغه سیمو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي چې په تېرو کلونو کې یې دلاسه وتلي دي.

د ګرمسیر خلک هم د حکومت نه د امنیتي ساحې د پراختیا غوښتنه کوي.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي ګرمسیر ته تللی دی؛ نوموړی وايي، که څه هم امنیتي ساحه تنګه ده، خو نسبت نورو مرکزي ولسوالیو ته چې لا هم محاصره دي، په ګرمسیر کې وضعیت ارام ښکاري.

دا چې د هلمند ولایت په ګرمسیر کې نورې څه خبرې دي؟ بشپړ راپور یې دلته اورېدلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د داعي راپور