په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکې هیلې وایي، متحده ایالات له شمالي کوریا سره جګړه نه غواړي خو خبرداری ورکوي چې رژیم به یې کاملاً له منځه ولاړ شي که د جګړې لو رته خپلو پارونکو اقداماتو ته دوام ورکړي.
نیکې هیلې دغه څرګندونې پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له بیړنۍ غونډې مخکې وکړې او ویې ویل، د شمالي کوریا د وروستي توغندي آزموینه چې ادعا کوي د امریکا تر خاورې پورې رسیدلی شي د دې عاجله اړتیا په ډاګه کوي چې ټول هېوادونه له پیونګ یانګ سره اړیکې پرې کړي.
نیکې هیلې هم د سوداګرۍ به برخه کې د شمالي کوریا پر لوی شریک چین غږ وکړ چې خپل ګاونډ ته ټول د تیلو صادروات ودوروي.
د امریکا متحده ایالاتو او فرانسې هڅې پیل کړي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګوي.
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۸» د عاج ساحل په پلازمینه ابیجان کې له یوې فرانسوۍ رسنۍ سره په مرکه کې وویل:
"زه یو وار بیا په کلکه د توغندي پرونۍ آزموینه غندم. اوس موږ ته په کار ده چې پر شمالي کوریا بندېزونه پراخ کړو. کله چې پر شمالي کوریا د تر ټولو سختو او اغېزمنو بندېزونو د لګولو مسئله مطرح کېږي، زه په تیره بیا تر ډېره په چین او روسیې حساب کوم."
خو چین او روسیې چې د امنیت شورا دایمي غړي دي، د ملګرو ملتونو په غونډه کې له دواړو لورو شمالي کوریا او متحدو ایالتونو وغوښتل چې له زغمه کار واخلي.