ایران د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۸» له خپل هوایي قلمرو څخه هغې الوتکې ته د وتلو امر وکړ چې د بلغاریا صدراعظم په کې سپور و. دغې پېښې صوفیه اړ کړه چې تهران ته خپل اعتراض وړاندې کړي.
تهران وروسته وویل چې دغه پېښه د تخنیکي ستونزې له امله رامنځ ته شوې وه.
د بلغاریا د بهرنیو چارو وزیرې اکاترینا زهراویوا خبریالانو ته وویل چې دغې الوتکې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۷» سعوي عربستان ته په لاره د ایران له هوایي قلمرو د تیرېدو ټول شرایط پوره کړي او اجازې یې اخېستې وې، خو کله چې د ایران هوایي قلمرو ته داخله شوه، ایراني چارواکو ورڅخه وغوښتل چې له هوایي قلمروه یې ووځي.
د بلغاریا د بهرنیو چارو وزیره هم په هغه پلاوي کې وه چې په دغه الوتکه کې سعودي عربستان ته، ته.
تهران که څه هم ویلي چې تخنیکي ستونزه د دغې پېښې سبب شوې خو د بلغاریا چارواکو هغه نه ده منلې او په صوفیه کې د ایران شارژدافیر ته یې خپل اعتراض وړاندې کړی دی.