د سوریې د حکومت لهخوا د سولې مرکچیانو په جنوا کې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي اسټفان ډي مېسټورا سره ولیدل.
دغه غونډه په سوریې کې د څه باندې شپږ کلنې کورنۍ جګړې د پایته رسولو په هدف جوړه شوې ده.
دمشق په لومړي سر کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د سولې خبرو په اتمه ناسته کې خپل ګډون وروسته له هغه رد کړی وو چې د سوریې د حکومت مخالفینو له دندې څخه د ولسمشر بشارالاسد د لېرې کېدو پر غوښتنه ټینګار وکړ.
خو راپورونه وایي، وروسته له هغه چې دوی ته ډاډ ورکړل شو چې د ولسمشر اسد پر موضوع به بحث ونهشي، د سوریې د حکومت یوه پلاوي تېره ورځ له ډي مېسټورا سره ولیدل.
د حکومت مخالفو استازو چې په لومړي ځل په یوه ډله کې سره یوځای شوي وو، د نوومبر پر ۲۸مه د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره لیدلي وو.
د دغه پلاوي مشر نصر الحریري رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د سوریې د حکومت مخالفین له روسېې او نورو هېوادونو غواړي چې پر اسد ډېر فشار راوړي، څو د دغو خبرو له لارې په شپږو میاشتو کې یوې سیاسي حللارې ته ورسېږي.
د سوریې په شاوخوا شپږ کلنه کورنۍ جګړه کې تر ۳۳۰ زره ډېر کسان ووژل شول او میلیونونه نور له خپلو کورونو کډې ته اړ شول.