په لوګر ولایت کې ۱۱ تنه وسلهوال چې بهرني اتباع دي د افغان امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوي دي.
د لوګر ولایت د رسنیو دفتر څخه په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې دغه کسان چیچنیان دي او تېر ماښام د لوګر د ازرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې له څو میله وسلو او راکټونو سره نیول شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي پهدغه ډله کې دوه نارینه، درې ښځې او شپږ ماشومان دي چې د ننګرهار د خوګیاڼو او حصارک ولسوالیو څخه لوګر ته ورغلي وو.
تردې څو میاشتې وړاندې هم د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې اته تنه چیچنیان د یو لړ عملیاتو پر مهال وژل شوي وو.