کندهار ښار کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي

په کندهار ښار کې د حکومت د یو شمېر سیاسي مخالفو څېرو د غونډې په درشل کې په‎دغه ښار کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي، امنیتي مسؤلینو ته د لومړۍ درجې احضاراتو امر شوی دی، په ځانګړي ډول په عینو مېنه سیمه کې چې ویل کېږي د دې غونډې ګډون‎وال په‎کې اوسېږي، تګ راتګ محدود شوی دی.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون چې په دغه غونډه کې د ګډون په نیت کندهار ښار ته رسېدلی، تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کندهار غونډه د هېواد د بېلابېلو قومونو ترمنځ د لایووالي په خاطر تر راتلونکو دوو ورځو پورې جوړېږي.

که څه هم په ځینو رسنیو کې د یو شمېر مخالفو سیاسي مشرانو نومونه اخیستل شوي، لکه د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داود‎زی، د بلخ والي عطا محمد نور، پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او د حکومت د مخالفو سیاسي ګوندونو ځینې مشران چې په دې غونډه کې به ګډون کوي، خو دغو مشرانو تر اوسه د خپل ګډون په اړه څه نه‎دي ویلي.

په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال د یوه چارواکي له قوله چې د نوم له ښودلو یې ډډه کوله ویلي چې په دې غونډه کې به د ولسي او مشرانو جرګې شاوخوا ۷۰ تنه غړي هم برخه واخلي چې ځینې یې کندهار ته رسیدلي هم دي.

تېره ورځ د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي په کندهار کې دغه جوړېدونکې غونډه د دولت او خلکو په زیان وبلله او هغه یې د حکومت د کمزوري کولو او د هېواد د مېشتو قومونو ترمنځ د اختلاف د رامنځته کولو، هڅه وبلله.

دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې له څه مودې راهیسې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په ګډون، د دولت د مخالفو سیاسي ګوندونو ځینو مشرانو، د پخواني حکومت یو شمېر وزیرانو او د ملي یووالي د حکومت منتقدینو، د دوی په خبره له روان وضعیته د وتلو په نامه، د دودېزې لویې جرګې پر رابللو ټینګار کړی دی.