د لومړي ځل لپاره له کابل نه تاشکند ته پروازونه پیل شول

د افغانستان د کام اير هوايي شرکت يوه مسافر وړونکې جټ الوتکه نن د تاشکند پر نړيوال هوايي ډګر کېناسته.

دا اول وار دى چې له کابل څخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته يوه مستقيمه تجارتي الوتنه کېږي.

د ازبکستان حکومت تر دې مخکې ويلي وو، د کابل او تاشکند ترمنځ د مستقيمو پروازونو د پيل په اړه خبرې روانې دي او د ډسمبر له اتمې به د دواړو هېوادونو ترمنځ په اوونۍ کې دوه وارې مستقيمې الوتنې وشي.

تر دې مخکې له افغانستان څخه تاشکند ته مستقيم پروازونه نه‌وو او مسافر مجبور وو د استانبول يا دوبۍ له طريقه تاشکند ته د رسېدو لپاره له ١٧ څخه تر ٣٢ ساعتونو پورې اضافي وخت ولګوي.

اوس به له کابل څخه مسافر په ٩٠ دقيقو کې تاشکند ته رسېږي.