د اوکراين دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يو اوکراينى سرتېرى وژل شوى او ٢ نور ټپيان شوي دي.
د وزارت په خبره روس-پلوه بېلتون غوښتونکو په ختيځو سيمو لوهانسک او دونيڅک کې پر دولتي سنګرونو توپونه ويشتلي دي.
د دفاع وزارت په نننۍ اعلاميه کې ويل شوي، بېلتون غوښتونکو له پرون سهار راهيسې پر دولتي مورچلونو ٢٧ وارې توپونه ويشتلي دي.
د وزارت په حواله د اوکراين ځواکونو ١١ ځوابي ډزې کړې دي.
د اوکراين پوځ ادعا کوي چې د بېلتون غوښتونکو لهخوا له اوربنده سرغړونو د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان او د ملګرو ملتونو د استازو هغه پلانونه ټکني کړي چې غواړي تراف نيفي او هلادو-سوفي ښارګوټي وګوري.
د پوځ په خبره دغو استازو غوښتل په دغو دوو ښارګوټو کې چې په دونيڅک کې د جنګ لومړۍ کرښې ته څېرمه پراته دي، بشري وضعيت وارزوي.
د اوکراين په شخړه کې د ٢٠١٤ میلادي کال له اپرېل مياشتې راهيسې تر ۱۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.