دفاع وزارت: عملياتو کې د دولت ١٧ تنه مخالف وسله‎وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په بېلابېلو ولايتونو کې په پوځي عملياتو کې د دولت ١٧ تنه مخالف وسله‎وال وژل شوي دي.

دغه وزارت نن چهارشنبه سهار په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه پوځي عمليات د تېرو ٢٤ ساعتونو په موده کې شوي چې په نتيجه کې يې ١٩ تنه نور وسله‎وال ټپيان شوي، د ٣ مشکوکو کسانو په ګډون ٤ تنه نيول شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په وژل شويو وسله‌والو کې د هغوى ځيني مشران هم شامل دي.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه‎ده کړې.