د ترکيې څارنوالانو په پوځ کې د امريکا مېشتي مذهبي مشر فتحالله ګولېن د پلويانو د په نښه کولو د عملياتو په لړ کې د ٣٦٠ کسانو د نيولو حکم صادر کړ.
د ترکيې دولتي خبري اژانس اناتولي نن په دې اړه راپور ورکړ.
د اژانس په حواله، د هغو کسانو له ډلې چې په استانبول کې د عملياتو په نتيجه کې ښايي ونيول شي، ٣٣٣يې سرتېري دي.
د ولسمشر رجب طيب اردوغان حکومت ادعا کوي چې ګولېن او د هغه شبکې تېر کال په ترکيه کې د کودتا ناکامه هڅه وکړه، خو ګولېن دا تورونه ردوي.
د اناتولي اژانس په حواله، د استانبول پوليس افسرانو د مشکوکو کسانو د نيولو لپاره خپلو عملياتو ته ادامه ورکړې ده.
بلخوا خصوصي خبري اژانس دوګان ويلي، د دغو کسانو په ډله کې چې له نيولو سره مخامخ دي، ٧يې پيلوټان دي.
له ګولېن سره د اړيکو په تور تر ٥٠ زرو ډېر کسان نيول شوي چې محاکمې ته انتظار باسي.
په عين حال کې له دولتي او خصوصي ادارو يونيم لک نور کسان يا له دندو شړل شوي يا يې دندې ځنډول شوې دي.
د جولاى پر ١٥مه د ناکامې کودتا پر مهال ٢٥٠ کسان وژل شوي وو.