کابل چاپ ورځپاڼو د محقق د څرګندونو د غبرګونونو په اړه تبصرې کړي

د کابل ورځپاڼو نن د دریمې پرله پسې ورځې لپاره د اجرائیه ریاست د دویم مرستیال لخوا په سوریه او عراق کې د جنګېدونکو افغانانو پر ستایني او په دې اړه په هېواد کې دننه په پورته شویو تندو غبرګونونو بحثونه کړي دي.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو غټ سرلیک کې لیکلي دي چې مشرانو جرګې د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محقق په ملي خیانت تورن کړ او له حکومته یې وغوښتل چې ده ته دی سزا ورکړي.

ورځپاڼې وړاندې د مطلب په دوام د مشرانو جرګې د رئیس فضل الهادي مسلمیار په حواله لیکلي دي چې په سوریه او عراق کې د ایران په ګټه د جنګېدونکو افغانانو ستاینه د شرم وړ ده او د حکومت مشران باید په دې برخه کې خاموشه پاتي نشي.

ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې د محقق د څرګندونو په اړه د حکومت پر خاموشۍ سخت انتقاد کړی او لیکلي دي چې یو ښکاره ناقانونه کار شوی، یو چارواکي او سیاستوال د هېواد د ملي ګټو په خلاف او د یو بل هېواد د ګټو لپاره یې کار کړی دی، خو حکومت هېڅ نه وایي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم د محقق د څرګندونو په اړه د مشرانو جرګې پر پرونۍ غوښتني یو مطلب خپور کړی او لیکلي دي چې مشرانو جرګه په ایران کې د محقق د څرګندونو په غبرګون کې دی په ملي خیانت تورن کړی او له حکومته یی دده د محاکمې غوښتنه کړې ده.

ورځپاڼې وړاندې د مشرانو جرګې د رئیس څرګندونو ته هم اشاره کړې او دده په حواله یې لیکلي دي چې محقق ملي خیانت کړی دی او ولس به یې و نه بخښي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د محقق د څرګندونو په اړه د بلخ د ولایتي شورا د غړو غبرګون هم راخستی چې په دې اړه یې سخت افسوس څرګند کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې د بلخ د ولایتي شورا غړي په دی اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ملامته بولي او وایي چې د کمزوري پالیسۍ له وجې سیاستوال دا جرات کوي چې له هېواده بهر د ملي ګټو په خلاف خبری وکړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې کابل ته د محقق راستنېدو او ترکیې او له هغه ځایه سعودی عربستان ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سفر ته په اشارې د یوې بلې نیابتي جګړې د زمینې د برابرېدو په اړه اندېښنه ښودلې.

ورځپاڼه لیکي چې حکمتیار ترکې او سعودي عربستان ته دا سفر په داسې حال کې پیل کړ چې محقق له ایران نه راستون شو چې د ورځپاڼې په باور د ایران لخوا به ورته ځینې پروګرامونه سپارل شوي وي.

ورځپاڼه په سیمه کې د ایران او سعودي عربستان سیاستونو او ددوی ترمنځ موجوده ستونزو ته په اشارې لیکي چې ممکن په افغانستان کې د یوې بلې نیابتي جګړې زمینه برابره شي.

خو ورځپاڼې وړاندی حکومت ته سپارښتنه کړی ده چې د هغو ډلو او اشخاصو فعالیتونو ته دي متوجه وي چې د بهرنیو هېوادونو ملاتړ لري او د هغوی د امکاناتو د ترلاسه کولو لپاره هېواد د جګړې په ډګر بدلولی شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې پر خلکو غږ کړی چې د هغو کسانو لاسونه باید ور لنډ کړي چې د ورځپاڼې په وینا د هېواد د بچیانو په وینو او سرونو د خپلو بادارانو خدمت ته یې زور ورکړی دی.

ورځپاڼه لیکي، چې همدا د پردیو خدمتګار دي چې په هېواد کې د نیابتي جګړو میدان یی تود ساتلی او افغانان یې له بدمرغیو سره مخامخ کړي دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې په تهران کې د محقق څرګندونې په یو مخیزه توګه د ټولو افغانانو لخوا په سختو ټکو سره وغندل شوې او اجرائیه رئیس هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې د محقق وینا وغندله او ویې ویل چې دا دده غیر رسمي دریځ دی.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي عبدالله په خپلو خبرو کې وویل، چې د حکومت دریځ دادی، چې د نړۍ په یوه ځای کې هم په جنګ کې د افغانانو د ښکیلتیا پلوي نه دی.