شمالي کوریا: نوی ازمایل شوی توغندی مو د امریکا خاوره ویشتلی شي

شمالي کوریا نن ادعا وکړه چې یو نوی بالیسټیک توغندی يې ازمویلی دی چې د امریکا خاوره ویشتلی شي.

دا ازموینه د شمالي کوریا له‌خوا د ملګرو ملتونو له پرېکړه‌لیکونو څخه تازه سرغړونه بلل کېږي.

د شمالي کوریا دولتي ټلوېزیون وویل، دا توغندی چې د جاپان په سمندر کې وازمایل شو، تر هغو زیات قوي دی چې د روان کال په ترڅ کې تجربه شوی دی.

شمالي کوریا دا لیرې واټن ویشتونکی میزائیل د هواسونګ ۱۵ په نوم یاد کړی دی.

د امریکا دفاع وزارت وايي، دوی دا توغندی څارلی دی چې له زر کېلو متره واټن وهلو وروسته د جاپان په سمندر کې ولګېد.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د شمالي کوریا له‌خوا د نوي بالیسټیک توغندي د دې ازموینې په اړه په خپله تبصره کې یوازې دومره ویلي:

"دا داسې یو وضعیت دی چې موږ به‌يې چاره وکړو."

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا له‌خوا د توغندي د نوې ازموینې په باب د جاپان او جنوبي کوریا له مشرانو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

ملګرو ملتونو، ناټو او اروپايي ټولنې د شمالي کوریا د توغندي نوې ازموینه غندلې ده.