په ارمنستان کې یو پخوانی بېلتون غوښتونکی قوماندان په بند محکوم شو

ارمنیایي قاضي

د ارمنستان یوې محکمې د ناګورنو-قره‌باغ سیمې د بېلتون غوښتونکو ځواکونو یو پخوانی قوماندان سامول بابایان د وسلو د قاچاق او پیسو سپینولو په جرم په شپږ کاله بند محکوم کړی دی.

پرون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۶» د یرېوان یوې محکمې همدارنګه د ښاغلي بابایان دوه جرمي شریکان په تنفیذي او څلور تنه نور په تعلیقي بند محکوم کړل.

سامول بابایان په ارمنستان کې د پارلماني انتخاباتو څخه دوه اوونۍ مخکې نیول کېږي چې په‌کې بابایان د ارمنستان د دفاع د پخواني وزیر په مشرۍ د اپوزېسیون له ائتلاف څخه چې د دې هېواد د بهرنیو چارو دوه پخواني وزیران هم په‌کې شامل دي، ملاتړ کړی.

د ارمنستان د ولسمشر سرژ سرکسیان اپوزېسیون د بابایان نیول کېدل د سیاسي انګېزې له کبله بللي دي.

سامویل بابایان له ۱۹۹۳ کال څخه تر ۱۹۹۹ کال پورې د ناګورنو-قره‌باغ په ارمني نژاده سیمه کې د بېلتون غوښتونکو ځواکونو مهم قوماندان و.

ارمنستان له ارمني بېلتون غوښتونکو سره مرسته وکړه څو دا سیمه ونیسي.