جنوبي کوریا: شمالي کوریا د لیرې واټن ویشتونکی یو توغندی توغولی

جنوبي کوریا وايي، شمالي کوریا د لیرې واټن ویشتونکی یو توغندی توغولی دی.

د جنوبي کوریا خبري اژانس یون هاپ د دې هېواد د پوځ د لوی درستیز له خولې ویلي، دا بالیسټیک توغندی د پیونګ یانګ له جنوبه د لوېدیځ پر خوا توغول شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت وايي، دوی دا راکټ کشف کړی او تر هغې یې څارلی چې د زر کېلو متره واټن له وهلو وروسته د جاپان په سمندرګي کې وغورځېد.

د پنټاګون په وینا، د دوی په باور دا د لویو وچو ترمنځ ویشتل کېدونکی یو بالیسټیک توغندی و.

شمالي کوریا په داسې حال کې نوی بالیسټیک توغندی ازمويي چې د دې هېواد له‎خوا په روان کال کې د څو نورو توغندیو او اټمي ازموینو د امریکا په شمول د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو غصه پارولې ده.