د ننګرهار په خوګیاڼو کې د طالبانو او داعش ترمنځ جګړه لا هم دوام لري

د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیرو سیمه او شااوخوا کلیو کې د طالبانو او داعش وسله‎والو ترمنځ جګړه لا هم دوام لري چې دواړو خواوو ته د تلفاتو سربېره‌یې ولسي خلکو ته درانه زیانونه اړولي او په زرګونه کورنۍ یې د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ کړي دي.

په عین حال کې د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یې د داعش او نورو وسله‎والو ډلو د ځپنې په هدف هوايي عملیات پیل کړي او ځمکني ځواکونه هم سیمې ته استول شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري، تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې په څو ورځو کې به د خوګیاڼو ولسوالۍ په بشپړه توګه د داعش له وسله‎والو په پاکه شي.

یو شمېر ځايي اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي، تر اوسه‌یې هغه سیمو کې چې د داعش او طالبانو ترمنځ په‌کې جګړه روانه ده د حکومتي ځواکونو کوم خوځښت نه‎دی لیدلی.

ځايي خلک وايي، د جګړې له سیمې په زرګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ، د سیمې په سړه هوا کې عاجلو او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.