روحاني: سعودي له ایران سره د دښمنۍ له لارې غواړي ۲ ستونزې حل کړي

د ایران ولسمشر پر سعودي عربستان تور پورې کړی دی چې په داخل او بهر کې له خپلو ناکامیو څخه د پام اړولو په هدف تهران د منځني ختیځ د ستونزو مسؤل بولي.

حسن روحاني پرون دولتي ټلوېزیون ته وویل، سعودي له ایران سره د دښمنۍ له لارې غواړي دوه ستونزې حل کړي، لومړی دا چې غواړي په سیمه‎ییزه توګه خپله ناکامي پټه کړي او دوهم دا چې په کور دننه له ستونزو پام واړوي.

ایراني مشر وویل، سعودي په قطر، عراق، سوريې او بیا په دې وروستیو کې په لبنان کې ناکامۍ سره مخ شوی دی، نو ځکه هڅه کوي چې خپله ماته پټه کړي.

سعودي عربستان او د خلیج عربي هېوادونو په دې وروستیو کې ایران تورن کړی دی چې دا هېواد په یمن، سوریه، لبنان او نورو سیمو کې له ترورېزم ملاتړ کوي او شخړې جوړوي.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان تېره اوونی له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې د ایران مذهبي مشر ایت‎الله خامنه‎اي د منځني ختیځ د نوي هټلر په نوم یاد کړ.

سعودي او ایران د سوريې او یمن په روانو جګړو کې د یو بل د مخالفو قوتونو ملاتړ کوي.