د مقدونیې پولیس وايي، د پارلمان پر ودانۍ د برید په خاطر یې چې په اپرېل میاشت کې شوی و تازه لسګونه کسان نیولي دي.
د پولیسو په خبرو په نیول شویو خلکو کې د کورنیو چارو پخوانی وزیر میتکو کاوکو، پخواني پولیس چارواکي او د پارلمان یو شمېر مخالف غړي شامل دي.
څارنوال ویلي چې د نومبر په ۲۸مهیې په یوه فرمان کې د ۳۶ کسانو د نیولو امر ورکړی دی.
دوی د هغې مظاهرې په تړاو نیول شوي چې په اپرېل کې وشوه او مظاهرهچیانو د پارلمان ودانۍ ته په ننوتو څه باندې ۱۰۰ کسان ژوبل کړل.
د کورنیو چارو پخوانی وزیر په دې تور نیول شوی چې د پارلمان ودانۍ ته د قهرجنو مظاهرهچیانو د مخنیوي لپارهیې پولیسو ته په وخت امر نهو کړی.