پاپ: هغه خلک چې برما خپل کور بولي باید حقونه‌یې تضمین شي

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو رهبر پاپ فرانسېس په میانمار کې ګواښ وکړ چې د میانمار «برما» راتلونکې د هر یوه قومي ګروپ ته په درناوي تړلې ده.

د هغه اشاره له روهینګیايي مسلمانانو ملاتړ ته وه چې له کلونو راهیسې له تاوتریخوالي سره مخ دي او په وروستیو کې د پوځي عملیاتو او تاوتریخوالي په سبب خپلې مېنې پرېښې دي.

پاپ خواشیني وښوده چې د میانمار خلکو کورنۍ جګړې او تاوتریخوالی زغملی دی او ټینګار یې وکړ ټول هغه خلک چې برما خپل کور بولي باید اساسي حقونه‌یې تضمین شي.

پاپ په داسې حال کې په پلازمېنه نیپیدو کې له مېرمن سوچي سره وکتل چې له روهینګیايي مسلمانانو سره د میانمار «برما» د پوځیانو د تاوتریخوالي او د هغوی د ځورونې په خاطر نړیوالو تُند غبرګونونه ښودلي دي.

د امریکا متحده ایالاتو په شمول نړیوالې ټولنې په میانمار کې په راخین ایالت کې د پوځیانو عملیاتو د اقلیت مسلمانانو قومي تصفیه بللې ده.

هغه په وار وار له هغو شپږ لکه او ۲۰ زره خلکو دفاع وکړه چې د برمايي پوځیانو د عملیاتو په سبب له راخین ایالت بنګله‌دېش ته تښتېدلي دي، خو د روهینګیا کلمه‌یې یاده نه‌کړه.

د برما پوځیان دا ردوي چې پوځي عملیات‌یې د قومي تصفیې لپاره کړې وي، خو نه‌یوازې مسلمانان بلکې په دغه هېواد کې د څه باندې شپږ نیم لکه کاتولیک عیسیویانو مشر هم وايي چې له مذهبي تبعیض سره مخ دي.