منګل: په خوګياڼو کې د طالب او داعش ترمنځ جنګي سیمو کې عملیات کېږي

د ننګرهار ولایتي اداره وايي، په خوګياڼو ولسوالۍ کې د طالب او داعش وسله‌والو د فعالیت ساحې به له ټولو وسله‌والو پاکې کړي.

والي محمد ګلاب منګل چې د سې شنبې په ورځ له نورو امنیتي مسؤلینو سره خوګياڼو ته تللی و، هلته‌یې په یوه خبري کنفرانس کې رسنیو ته د داعش او طالب وسله‌والو پر ضد د عملیات د پيل خبره وکړه.

که څه هم هلته په سیمه کې د نظامي عملیات څرک نه‌لیدل کېده، خو والي ګلاب منګل وویل، د دې ولسوالۍ ناامنه سیمې به له وسله‌والو پاکې کړي.

ښاغلي منګل وویل چې د طالب او داعش وسله‌والو د خپلمنځي نښتو له امله، شااوخوا ۸ نیم زره کورنۍ بې‌ځایه شوي چې تر اوسه ۳۴۰۰ کورنیو سره مرسته شوې او ۵ زره کورنۍ سروې شوي چې هغوی ته به هم مرستې ورسېږي.