مشرانو جرګه: په اوسنیو شرایطو کې د لویې جرګې رابلل ګټه نه‌لري

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي چې په اوسنیو شرایطو کې د لویې جرګې راغوښتل ګټه نه‌لري.

د دغې جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل، هغوی چې د لویې جرګې په واسطه د حکومت د پرځولو هڅې کوي، د وطن په غم کې نه‌دي.

ښاغلی صدیقي وایي:

"نن چې موږ د لویې جرګې په اړه بحث کوو، راځئ د دې پر ځای د خلکو د یووالي لپاره کار وکړو، څو د مخالفینو په وړاندې ودريږي. دا به موږ ته ډېر مهم وي، د دې تر څنګ، ولایت په ولایت باید لاړ شو او د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو، نه دا چي د لویې جرګې په اړه بحث وکړو."

پرون دوشنبه اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم هغوی چې لویه جرګه غواړي، له سیاسته د لیرې‌والي په خاطر د زغم غوښتنه وکړه او ویې‌ویل چې له انتخاباتو پرته نور اقدامات ګټور نه‌دي.

یو شمېر پخواني چارواکي او سیاستوال چې په رأس کې یې مخکنی ولسمشر حامد کرزی دی، له اوسنیو ستونزو د وتلو لپاره د لویې جرګې په بللو ټینګار کوي.