د سوریې د حکومت د بایکاټ له امکان سره-سره نن په جنوا کې د ملګرو ملتونو له خوا د سوریې د سولې خبرې په پام کې نیول شوې وې.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي اسټفان ډي میسټورا پرون وویل چې د سوریې حکومت د سوریې د شپږ کلنې جګړې د هواري په هدف د سولې په اتم دور خبرو کې خپل ګډون تر دې دمه نه دی تائید کړی.
ښاغلي ډي میسټورا وویل، تازه خبرې به د یوه ټول اړخېزې پروسې به چوکاټ کې د یوه نوي اساسي قانون د مسودې په جوړولو او تائیدولو متمرکزې وي هغه اقدام چې د ده په خبره په سوریه کې تر انتخاباتو مخکې اړین دی.
د سوریې د مخالفینو د مرکچي پلاوي مشر نصر حریري پرون په جنوا کې وویل چې هغوی د بشارالاسد د لېرې کولو په تمه دي.
تر دې مخکې الوطن حکومت پلوې ورځپاڼې خبر خپور کړ چې د بشار الاسد د رژیم مرکچیانو په دې خاطر جنوا ته سفر ځنډولی چې مخالفین د بشارالاسد په لېرې کولو ټینګار لري.