په بلخ کې د ښځینه متشبثینو د سوداګریزو توکو نندارتون پرانیستل شو

په بلخ کې د ښځینه متشبثینو د سوداګریزو توکو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو رئیس شیر احمد سپاهي‌زاده نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، په دغه نندارتون کې په څه باندې ۴۰ غرفو کې د سوداګرو ښځو لاسي صنایع، د کورنیو باغچو محصولات، کرنیز توکي او لبنیات نندارې ته ایښودل کېږي.

د دغه نندارتون یوې ګډونوالې او افغان سوداګرې محبوبې زماني ازادي راډیو ته وویل، دا شان نندارتونونه افغاني تولیداتو ته د بازار موندنې د زمینې تر څنګ بېلابېل توکي هم خلکو ته معرفي کوي.

اغلې زماني وايي، د دغو نندارتونونو جوړول افغان سوداګرې مېرمنې هڅوي چې خپل اقتصادي فعالیتونه نور هم پراخ کړي.