افغاني تولیداتو د ۲۱ هېوادونو ترمنځ دوهم مقام خپل کړ

افغانستان د هند په پراګټي نړیوال نندارتون کې د افغان تولیداتو د ښه کیفیت له امله، په ۲۱ هېودانو کې دوهم ځای خپل کړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، په دغه نندارتون کې ترکیه تر افغانستان مخته او لومړی مقام‌یې تر لاسه کړ.

ښاغلي پسرلي وویل:

"په دغه نندارتون کې موږ ۸۰ غرفې درلودې چې په‌کې وچه او تازه مېوه، سبزیجات، غالۍ، زعفران او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې نندارې ته وړاندې شوي."

دغه نندارتون چې د نوامبر په ۱۴مه پیل شوی و، پرون دوشنبه پای ته ورسېد.