د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان یا "هیومن رایټس واچ" وايي چې په افغانستان کې د جګړې له امله زیاتې نجونې ښوونځیو ته له تګه محرومې شوې دي.
په هغه سازمان کې د ښځو د چارو ځانګړې څېړونکې هېدر بار پرون دوشنبه په یوه راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې نجونې ښوونځیو ته د تګ په وخت کې له خطر سره مخامخ دي او حکومت باید د هغوی د مصونیت لپاره زیات کار وکړي.
په راپور کې ویل شوي چې تېزابي حملې، اختطاف، پر ښوونځیو او د معارف پر کارکوونکو حملې، د نجونو لپاره د ښوونځیو نشتوالی او د وسلهوالو طالبانو له لوري ګواښونه، د نجونو د تعلیم په وړاندې پرتې ستونزې دي.
افغانستان د نړۍ په هغو ۱۰ هېوادونو کې دی چې د نجونو پر تعلیم پهکې محدودیت زیات دی.
د افغانستان تر څنګ د هند، پاکستان، نایجریا، مالي، سومالیا، یوګندا او یمن هغه هېوادونه دي چې د نجونو لپاره تعلیمي ستونزې د نورې نړۍ په پرتله پهکې زیاتې دي.