چارواکي: په ننګرهار کې وسله‌والو طالبانو خپل یو قوماندان وژلی

په ننګرهار کې د وسله‌والو طالبانو یو پېژندل شوی قوماندان وژل شوی دی.

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې چې پرون دوشنبه خپره شوه، راغلي چې په غني‌خېلو ولسوالۍ کې د خادم په نوم دا وسله‌وال چې په داد الله مشهور و، وسله‌والو طالبانو وژلی دی.

داد الله د ننګرهار د نازيانو ولسوالۍ اوسېدونکى و.

خبرپاڼه وايي چې هغه د وسله‌والو طالبانو ترمنځ د اختلافاتو له امله وژل شوی دی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په غني‌خېلو کې د دې پېښې په اړه خبرې نه‌دي کړي.