د "تحریک لبیک یا رسول‌الله" ګوند په اسلام‌اباد کې خپل بری ولمانځه

وروسته له هغې چې د پاکستان د قانون وزیر زاهد حامد د سخت دریځو د فشارونو په نتیجه کې چې له دندې یې د هغه د لیرې کېدو لپاره راوستي وو، استعفا وکړه، د پاکستان هغو اسلام‌پالو پر حکومت دغه بری ولمانځه چې له درې اوونیو راهیسې یې اعتراضونو دوام وکړ.

د "تحریک لبیک یا رسول‌الله" ګوند وویل، غړي یې نن له حکومت سره د شوې معاملې له مخې په سوله‌ییز ډول د اعتراض له کمپونو ووتل.

د دغه ګوند ویاند اعجاز اشرفي نن دوشنبه روېټرز ته وویل، زموږ عمده غوښتنه ومنل شوه.

اعتراض کوونکو د قانون وزير په هغه څه تورن کړی و چې دوى يې مقدساتو ته سپکاوى ګڼي.