خوست کې یوه اندازه نشه‌یي مواد او د جرمونو په تور ۴ کسان نیول شوي

د خوست امنیتي چارواکي وايي چې پولیسو د یاد ولایت په اړوندو سیمو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۴ کسان، یوه اندازه وسله، دوه موټرونه او ۱۳ کېلو چرس او هیروئین نیولي دي.

نن د دوشنبې د ورځې په ماسپښین د خوست امنیه قوماندان فیض‌الله غیرت د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل، د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند سیمه کې یې هغه دوه موټرونه، د هغوی چلوونکي او یوه اندازه نشه‌يي توکي نیولي چې له پکتیا يې خوست ته نشه‌يي توکي لېږدول.

ده وویل، قاچاق کوونکو څخه پولیسو یو میل کلاشینکوف هم ترلاسه کړی دی.

د خوست امنیه قوماندان وړاندې وویل، هغه کس چې وسله‌والې غلاوې به‌يې کولې او د وسله‌والو غلاوو په لړ کې د یوه کس په وژلو هم تورن و او له څه مودې راهیسې فراري هم و، بالاخره پولیسو له یوه میل کلاشینکوف سره ونیو او عدلي ادارو ته‌يې معرفي کړ.

ښاغلي غیرت همداراز زیاته کړه، په خوست کې مېشتو امنیتي ارګانونو د مخالفینو له‌خوا ۲۴ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه شنډ کړي، ۱۵ کړیو ته‌يې چاودنه ورکړې چې یو ماشوم هم په‌کې ټپي شوی دی.

د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم پولیسو د یاد ولایت په بېلابېلو سمیو کې د جنايي جرمونو په تور د ۱۴ کسانو د نیولو، همدارنګه د شپږ میله وسلې او ۱۰ موټرونو د نیولو خبر ورکړی و.