کرملېن وایي، د روسیې د چچنیا د سیمې مشر رمضان قادروف به د هغو څرګندونو سره سره چې ده تېره ورځ ویلي وو چې له قدرته به لاس واخلي، په خپل مقام کې پاتې شي.
۴۱ کلن قادروف د روسیې له دولتي «روسیه یو» ټلوېزیون سره په مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، وویل چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې دی قدرت پرېږدي.
هغه وویل کرملېن به د ده ځای ناستی وټاکي او که ترې وغوښتل شي، د یو شمېر کاندیدانو نومونه به چې د دغې څوکۍ وړتیا لري، کرملېن ته ورکړي.
خو د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف نن دوشنبه خبریالانو ته وویل چې قادروف د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وفادار دی او هره هغه دنده به پر مخ یوسي چې ولسمشر یې ورته سپاري.
د کرملېن ویاند په دې اړه زیات جزئیات ورنهکړل.
قادروف چې ولسمشر پوتین په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د چچنیا د ادارې لپاره مشر ټاکلی و، په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د چچنیا پارلمان د هغه ټاکل تائید او په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره د مشر په توګه غوره شو.