د نیمرزو چارواکي په دې ولایت کې د ملي اردو د سرتېرو پر یوې پوستې د وسلهوالو په برید کې د ۸ سرتېرو د وژل کېدو خبره کوي.
د نیمروز د والي ویاند احمد عرب ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه شوې ده.
د نیمروز د والي د ویاند په وینا د وسلهوالو مخالفینو دغه حمله سیمې ته د مرستندویو ځواکونو په رسېدو په شا تمبول شوې ده.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.