د اندونیزیا چارواکو په بالي ټاپو کې د یوه اور غورځونکي غره یا اتشفشان د فعاله کېدو د خطرونو له وېرې خلکو ته له سیمې د وتلو امر کړی دی.
بالي ټاپو چې د سیلانیانو د خوښې ځای دی، هر کال له څلور نیم میلیونه زیات سیلانیان ورڅخه لیدنه کوي.
له سیمې خلکو ته د وتلو امر نن وروسته له هغې ورکړل شو چې تېره ورځ د اګونګ د غره له اتشفشانه ایرې او دوړې فضا ته خورې شوې. د
د دغه ټاپو نړیوال ډګر تړل شوی چې له املهیې په زرګونه سیلانیان بند پاتې دي.
د هوایي ډګر یوه ویاند وویل چې نن ۴۴۵ الوتنې لغوه شوې او شااوخوا ۵۹ زره سیلانیان بند پاتې دي.
د اندونیزیا د مصیبتونو د کمولو ملي ادارې د دغه اتشفشان له امله د لوړې کچې خبرداری ورکړی او د اګونګ د غره شااوخوا د خطر ساحهیې له اووه نیم کېلو مترو څخه ۱۰ کیلو مترو ته پراخه کړې ده.
دغه اور غورځونکي غره د یکشنبې په ورځ ایرې شااوخوا تر درې زره مترو پورې فضا کې خورې کړې.
په اتشفشان کې دننه د چاودنو غږونه ۱۲ کېلو متره لیرې اورېدل کېږي.
د اندونیزیا د طبیعي مصیبتونو د چارو ادارې خبرداری ورکړی چې دغه اور غورځونکی غر به له دې زیات فعاله شي.
وروستی ځل چې دغه اتشفشان ډېر فعاله شوی و ۱۹۶۳ کال و چې شااوخوا یو نیم زر کسانیې ووژل.