پاپ فرانسېس برما او بنګله‌دېش ته د سفر په ترڅ کې یانګون ته ورسېد

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسېس برما او بنګله‌دېش ته د شپږ ورځني سفر په ترڅ کې نن یانګون ته ورسېد.

نوموړی په دې کتنې سره هغه بحران له نږدې ګوري چې په نړۍ کې د کډوالو یو لوی بحران بلل کېږي.

د پاپ د هرکلي لپاره د برما له مختلفو ځایونو په زرګونه کاتولیک مسیحیان په یانګون کې راټول شوي دي.

تمه ده چې پاپ فرانسېس به د برما د پوځ له مشر جنرال مین آونګ هانینګ «Min Aung Hlaing» او د دې هېواد له ملکې مشرې د نوبل د سولې د جایزې له ګټونکې انګ سان سوچي «Aung San Suu Kyi» سره په خصوصي کتنو کې د روهینګیا د کډوالو ستونزه راپورته کړي.

خبریالان وایي، اساسي پوښتنه دا ده چې ایا پاپ به خلکو ته په وینا کې د کډوالو کړاونو ته مستقیماً د روهینګیا نوم واخلي که نه؟

د برما له راخین ایالت څخه د تېرو درې میاشتو شخړو په ترڅ کې چې د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو هغه قومي تصفیه بللې، له ۶۲۰ زرو زیات روهینګیا مسلمانان تښتېدلي دي.

په برما کې چې اکثریت وګړي یي بودایان دي، شخړې وروسته له هغې پیل شوې چې په راخین ایالت کې روهینګیايي یاغیانو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې پوځ‌یې هم په ځواب کې د ځپنې عملیات پیل کړل.

د برما پوځ هغه ادعاوې چې ګواکې ملکیان‌یې په نښه کړي ردوي او وایي، هدف‌یې وسله‌وال دي.

په برما کې شااوخوا ۶۶۰ زره کاتولیک مسیحیان چې د دې هېواد د ۵۳ میلیون وګړو یوازې څه باندې یو فیصد جوړوي، اوسي.

یو شمېر کاتولیک مشران وایي چې په هېواد کې له مذهبي تبعیض سره مخامخ دي.

نوموړی له برما وروسته پاپ بنګله‌دېش ته ځي.