نن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۶» په خوست کې هغو ۵۷ کورنیو سره چې په چاودنو، ځانمرګو بریدونو او نورو امنیتي پېښو کې يې خپلوان د لاسه ورکړي او یا معلول شوي دي، نغدي مرسته وشوه.
د مرستې د وېش په ځای کې د خوست مرستیال والي شیر بادشاه ارګوني د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، دوی ۳۰ هغو کورنیو ته چې خپلوانيې په پېښو کې وژل شوي، د دولت له ۹۱یم کوډ څخه یو، یو لک افغانۍ او د پېښو له ۲۷ ټپیانو سره پنځوس، پنځوس زره افغانۍ مرسته وکړه.
نوموړي زیاته کړه:
"هغه یو مقدار پیسې چې د ۹۱یم کوډ څخه ورته په پام کې نیول شوي، نن ۵۷ کورنیو ته چې ۳۰ کورنۍ د شهیدانو وې او ۲۷ فامیله د ټپیانو وو، راغلې پیسې مو دوی ته ووېشلې."
د خوست مرستیال والي زیاته کړه چې دا پیسې د پېښو قربانیانو او ټپیانو ته د اکرامیې په ډول ورکول کېږي، خو وروسته معلولینو او شهیدانو ته کارتونه جوړېږي چې بیا هر معلول او د شهید کورنۍ ته په کال کې ۶۰ زره افغانۍ ورکول کېږي.
بلخوا د فیض محمد په نوم د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د مټا خان کلي اوسېدونکي چې ۵۰ زره افغانۍ مرستهيې ترلاسه کړه، وویل په دې مرستې د دوی د ټپي شوي کس درملنه هم نهکېږي.
نوموړي زیاته کړه، څه موده مخکې يې د خوست لوبغالي سره نږدې په ځانمرګي برید کې مېرمنې یوه پښه له لاسه ورکړه، نو د دوی غوښتنه دا ده چې معلولینو او د شهیدانو کورنیو سره داسې مرستې وشي چې تر یوه بریدهيې کورنۍ د نورو له محتاجۍ خلاصې شي.
د خوست چارواکي هم مني چې دا مرستې لږې دي، دوی په دې برخه کې د مرکزي حکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه.