پاکستان کې اعتراض کوونکي وايي له حکومت سره موافقې ته ورسېدل

د پاکستان د يوه مذهبي ګوند فعالان وايي، له حکومت سره د قانون وزير د استعفا په مسئله کې موافقې ته رسېدلي او خپل د څو اوونيو اعتراضونه به پاى ته ورسوي.

له دې سره به په پلازمېنه اسلام‌اباد کې خونړۍ شخړې پاى ته ورسېږي.

د تحريک لبيک يا رسول الله ډلې وياند اعجاز اشرفي نن سهار روېټرز اژانس ته وويل:

"زموږ عمده غوښتنه ومنل شوه."

ده ويلي حکومت به د قانون د وزير استعفا اعلان کړي او دوى به نن خپل اعتراض پاى ته ورسوي.

په وروستيو ورځو کې د قانون د وزير زاهد حامد د استعفا لپاره اعتراضونه له تاوتريخوالي سره مل شوي وو.

دغه مذهبي تحريک پلازمېنې اسلام‌اباد ته غځېدلې عمده لار تړلې وه، له امنيتي ځواکونو سره په شخړو کې ٦ تنه وژل شوي او څه باندې ٢٠٠ نور ټپيان شوي دي.

اعتراض کوونکي د قانون وزير په هغه څه تورنوي چې دوى يې مقدساتو ته سپکاوى ګڼي.

دوى وايي، د قانون وزير د انتخاباتي قانون په تعديلاتو د لوړې د طرحې له متنه د نبوت پر ختم د اعتبار ټکى ايستلى دى.

زاهد حامد د دې موضوع له کبله بخښنه غوښتې او ويلي يې دي چې دا يوه تېروتنه وه.