د لوګر په ازره کې په هوايي برید کې ۷ وسله‌وال وژل شوي

د لوګر ولایت چارواکي وايي چې تېره ورځ د ازرې ولسوالۍ اړوند سیمه کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ۷ وسله‌وال وژل شوي دي.

نن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۶» د لوګر د والي ویاند سلیم صالح د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې وسله‌وال طالبان د ازرې ولسوالۍ د تخته‌کي په سیمه کې په یو سراچه موټر کې سپاره وو چې د یکشنبې ورځې «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۵» غرمه مهال د بې‌پیلوټه الوتکې تر برید لاندې راغلل.

د ښاغلي صالح په وینا په یاد برید کې ټول سپاره ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

بل لوري ته د لوګر د ولایتي شورا غړی عبدالولي وکیل وايي چې په دې وروستیو کې داعش ډلې هڅې پیل کړي چې د ننګرهار له ځینو سیمو راواوړي او په ازره کې خپل فعالیتونه تنظیم کړي.

خو د لوګر د والي ویاند وايي چې په ازره کې د داعش ډلې هېڅ ډول فعالیت نه‌دی لیدل شوی او نه به امنیتي ارګانونه کومې وسله‌والې ډلې ته د دې اجازه ورکړي چې هلته یاده ډله فعالیت پیل کړي.

همدارنګه د لوګر د امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال محمد ایوب وردګ هم وایي چې په ازره کې امنیتي ځواکونه حاکمیت لري او داسې کومې نښې نه‌شته چې داعش دې هلته د فعالیت د پیلېدو هڅې پیل کړې وي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.