د البانیا جمهور رئیس ایلیر متا د صربیا له یوه سوېلي ښاره چې اکثر اوسېدونکي یې البانیايي توکم دي، دوه ورځنی غیر رسمي سفر پرون پیل کړ.
ولسمشر متا د صربیا مېدوېدیا ښار له سیمهییزو چارواکو سره په خبرو کې د تیرانا او بلګراد ترمنځ د تازه اړیکو د ټینګښت اعلان وکړ.
هغه وویل، خوښ دی چې د همکارۍ له پیغام سره دې هېواد ته تللی دی.
د بالکان حوزې دوو هېوادونو صربیا او البانیې اړیکې له ۲۰۰۸ کال وروسته چې کوسوو خپلواکي اعلان کړه سړې شوې وې.
۱۵۰ هېوادونو د کوسوو خپلواکي په رسميت پېژندلې، خو روسیه او صربیا لا هم دا خپلواکي نهده منلې.