د چچنیا مشر رمضان قدیروف وايي، وختیې رارسېدلی چې واک پرېږدي.
قدیروف د روسیې له دولتي ټلوېزیون سره په مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل:
"یو وخت زما په څېر خلکو ته د جنګ او د نظم د بېرته راوستلو لپاره اړتیا وه، خو اوس نظم لرو."
۴۱ کلن قدیروف وویل، ځای ناستی بهیې کرملېن وټاکي او داسې کسان شته چې کارونهیې په ښه توګه ترسره کړي.
قدیروف واضح ونهویل چې استعفا کوي او کرملېن هم تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.