ایراني چارواکو امریکا تورنه کړې چې د یمن په درې کلنه جګړه کې له سعودي عربستانه ملاتړ کوي.
دوی امریکا په یمن کې د روانو جنایتونو مسؤله بللې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي پرون وویل، د یمن د حوثیانو پر ضد د سعودي په مشرۍ له ائتلاف د ملاتړ په پار د سپينې ماڼۍ وروستۍ اعلامیه د امریکا لاسوهنه ښکاروي.
قاسمي وویل، امریکا د هغه څه مسؤله ده چې ایرانیې په یمن کې د سعودي جنایتونه بولي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دا هم وویل چې د ایران او یمن ترمنځ کومه پوځي اړیکه موجوده نهده.
سپینې ماڼۍ د نومبر په ۲۴مه په یوه اعلامیه کې د ایران سپاه پاسداران پوځیانو او له نړیوالو قوانینو د هغوی د سرغړاوي په وړاندې د سعودي عربستان او خلیج ملګرو له پاڅون ملاتړ وکړ.