د خوست اوسېدونکي وايي، هغه مسؤلین چې خپلې دندې په ښه ډول او د خلکو د هیلو سره سمې سرته رسوي، د تقدیر وړ دي، نه دا چې هغوی له دندو ګوښه او مجازات شي.
یادې څرګندونې نن د یکشنې په ورځ ویناوالو د خوست د خواوشا دوه زره اوسېدونکو په هغه غونډه کې وکړې چې په ملي لوبغالي کې د خوست د امنیه قوماندان د تبدیلۍ په اړه د مرکزي حکومت د پرېکړي په خلاف جوړه شوې وه.
د خوست د ولایتي شورا غړي عبدالولي واحدزي په خپلو خبرو کې وویل، که د افغان حکومت چارواکي غواړي چې دا ولایت د امن زانګو پاتې شي، نو د دې خلکو غوښتنه دې په پام کې ونیسي او د امنیه قوماندان فیض الله غیرت د تبدیلې له پرېکړې دې لاس واخلي.
عبدالولي واحدزي زیاته کړه:
"زه یو ځل بیا په جلالتماب ولسمشر، محترم اجرائيه رئيس، د امنیت په شورا او د کورنیو چارو په وزارت باندې غږ کوم چې که غواړئ د خوست امنیت دوام پیدا کړي، که غواړئ چې خوست د امن زانګو وي، که غواړئ همداسې مو سرونه د خوست پر ولس اوچت وي، نو د خوست د ولسونو غوښتنو ته پام وکړئ، د فیض الله غیرت پاتې کېدل د خوست د خلکو غوښتنه ده، نو په خپل ځای دې پاتې شي."
د غونډې ګډونوالو په پای کې د خوست ښار تر عدالت څلور لاري لاریون وکړ، دوی د امنیه قوماندان په پلوی شعارونه ورکول او د افغان حکومت څخه يې په خپله دنده د هغه د پاتې کیدو غوښتنه کوله.
د یادونې وړ ده، د خوست امنیه قوماندان د تبدیلۍ د پرېکړې خلاف له تېرو پنځو ورځو راهیسې په یاد ولایت کې پرلپسې لويې او وړې ناستې او غونډې روانې دي، خو تر اوسه مرکزي حکومت په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزارت د خلکو د دې غوښتنې په باب څه نه دي ویلي.